پښتو

سوګټ نوم د بی ساری ژباړو سره مترادف شوېدی.د دېرشو کالو د تجربې په اساس مونږ په متعددو ژبو کښی د دستاوېزونو د تيارولو تخصص لرونکی ترټولو نه لوی اتالوی تنظيم يو

Sitemap
SDFSD
DFS
Translation and localisation services -
spacer
sdad
 

پښتو

سوګټ نوم د بی ساری ژباړو سره مترادف شوېدی.

د دېرشو کالو د تجربې په اساس مونږ په متعددو ژبو کښی د دستاوېزونو د تيارولو تخصص لرونکی ترټولو نه لوی اتالوی تنظيم يو

مونږ په ټولو سترو ژبوکښی خدمتونه و ړاندی کوو چه ورکښی تاليف (تخنيکی ليکنې او د نشر د پاره اصلاح)، ځای په د رول (localisation) ، ګرافيک او CAD ، د صفحو نقشه کول او چاپول شامل دي.

ډېراړ خيز ميډيا پروډکشن، د نټ ليدنې (Net visuals) او د وب مخونه (Web pages) داسی مکمل خدمتوته وړاندی کيږی چه ستاسو بين المللی مخابرات ترزياتو څخه زيات شی.

زمونږ تنظيم د يوه داسی ښه والی د سيستم ترﻻندی کار کوي چه ائی، ايس و 9000 د معيار سره موافقت لري؛ په طريقو کښی دا هم شامل دي:

  • د مورنۍ ژبی د ژباړونکو استعمال
  • د پروډکشن د ټولو مرحلو خپل کاري
  • زمونږ د ټولو غړيو له پام سره انتخاب او د هغوی پرله پسی تربيه
  • زمونږ علمی اصطلاحاتو د منابعو په دوامداره ډول مکمل ساتل اود مشکلو لغاتوا و اصطلاحاتو کوچنۍ ډکشنری (glossaries) تيارول او د هغو استعمال
  • د کمپيوټر په مرسته د ژباړنی د ټکنالوجۍ (translation memories) استعمال چه په ثبات سره جګ معيار ساتلی شی.
  • د سافتوېر (software) د ټولو مهمو پروګرامونو سره متناسبت
  • په ښه والی ټينګ کنترول.

د پراجيكټو صلاحيت لرونکي منتظمين په هر کار باندی نګرانی کوي، د منابعو خيال ساتی او د مشتريانو د هيلو د پوره کولو فکر کوی.

همداسی د ميکنتوش(Macintosh) اود ونډوز(Windows) لپاره زمونږ د سافټ وېر (software) د پروګرامونو په دو امداره ډول د مکمل ساتلو دا معنی ده، چه زمونږ مشتريان د خپلو منابعو سره په پوره متناسبت باورلرلی شی.

همدا علت دی چه پدی پوهېدو هيڅ حيرانی په کار نه ده چه مونږ د 5000 نه زيات مشتريان لرو، يا د هغوی د باور له امله مونږ د مهمو بين المللی پراجيکټو لپاره د مشهورو شرکتونو د کتابچو څخه واخله تر لاسی کتابونو پوری د هرشی د تيارۍ مهارت لرو. که تاسو پوښتنه وکړئ نو تاسو ته به معلوم شی چه د اروپا په بازار کښی زمونږ خدمتونه تر ټولو نه زيات ارزان دي.

 

more information form

د پېشنها د فارمونه او زمونږ د خدمتونو په تفصيل سره احوال په انګليسۍ کښی تر لاسه کيدای شی.

 


 

this page in PDF This page in PDF
spacer this page in Flash This page in Flash
  spacer
SDZ
 
GFDF
  sdgsd
spacer soget - traduzione
spacer
Soget srl - Via Roncaglia, 14 - 20146 Milan - Italy
Tel. +39 02 485914 1 - Fax +39 02 485914 20 | copyright ©
Site map

Valid XHTML 1.0 Transitionalspacer